Fri 18 Jan 2008
طنز
ليکوال:محمدجان حسني
دښځو چارو وزارت کې مې جمعه ګل کاکا وليد چې سر يې ببر شوې وو ،سترګې يې سرې وې اوغونج مخ او او تندى يې نيولې وو او دژمي سړې هوا د لاسه يې ځان په يو څادر کې راټول کړى وو او ګومان کوم چې دننوتلو تکل يې درلود.
زه خو ډېر حيران شوم اود ځان سره مې وويل چې داد خداى بنده دلته څه کوي پدې حال چې دى دلته ولاړ دى په همدغه حالت خو ښځې دلته راځي اود خپل مېړنو اونورو څخه شکايت کوي نو بيا هغه دلته!؟
نيږدې ورغلم او د سلام علېک نه وروسته مې ترې وپوښتل چې دلته څه کوي هغې خوارکي چې وضع يې ډېره خرابه وه په غلي اواز يې وويل:
مجبوري ده څه به وکړم خداى راوستې ده.
او همدا وه چې په خپلې غمجنې او دردونکې کيسې يې راته پيل وکړ او ويل يې چې پلانۍ ورځ مې مېرمنې ووهلم،پلانۍ ورځ يې له کوره وشړلم،هغه ورځ يې را باندې ظلم وکړ، دغه ورځ يې بېخونده کړم او ...
ملا صېب اوڅو تنه سپين ږيري مې ورپسې راوستي وو هغوي ورته نصيحت وکړ اوملا صېب خو ورته ويل چې که مړه شوې او خاوند دې درنه راضي نه وو نو دوزخ ته به لاړه شې.خو افسوس چې په يوه غوږ يې واورېدل او په بل يې بېرته وويستل نو بيا مې وويل چې اوس څه وکړم او چېرته لاړ شم.ښځې خو خپل وزارت ته ځي او عرېضه کوي نو زه کوم وزارت ته لاړ شم او څه وکړم بس د خداى په امېد دلته راغلم که چېرته مې دا لويه ستونزه دلته حل شي او دوى را سره کومک وکړي.
د غريب دغه خبرو مې زړه را مات کړ او خداى شته چې ډېر پرې خواشينى شوم د ځان سره مې وويل که زه ولسمشر شوم او واک مې تر لاسه کړ نو دغسې سړو ته به ارومرو يو وزارت جوړوړم هسې هم دلته د وزارت جوړول رواج ګرځېدلې هيڅ پروا نلري خو يوې خبرې ته مې پام وي چې وزير به يې يو پخوانې قومندان ټاکم ځکه دا هم يو رواج اوعنعنه شوې ده.
Tue 25 Dec 2007
دا هر څه ولې؟
دا هر څه ولې؟
ليکوال:محمدجان"حسني"
هرې خوا كې وژل كيږولاوسلې دي
نن سبا مو په وطن کې جنګ جګړې دي
ټول بيكوره شو له ژونده يو بيزاره
هيلې مو شوې خاورې مړې زمونږ ډيوې دي
نښه كړي يو ټانكونو اوتوپونو
اور شعلې موپه كورونو را خپرې دي
نه مو دوست شته نه مو پاتې كوم خواخوږی
پل په پل بيا راروانې تورې شپې دي
شهيدان چې يي پلرونه شول جهاد کې
نن د هغو يتيمانو سترګې سرې دي
خدايه ولې دې دا حال پر مونږ راوستې
چې اوچتې مو د ځوان زاړه نعرې دي
پسرلی هم رانه په تيښته كې دې خدايه
نو باغچې ددې ګلبڼ مو بيا سپېرې دي
"حسني" ودان وطن له ربه غواړم
تل لاس په دعا يم دغه مې جملې دي
Sat 15 Dec 2007
خطا
خطا
چې له کومې ستا په زلفو کې راگیر شوم
له هغې نه را په دې خوا هوا گیر شوم
په اول کې ښه خوشحاله او خندان وم
زه چې کله ستا په مینه کې اسیر شوم
دغه مینه راته هر څه نه وه تیره
بس همدا به مې ویل چې زه امیر شوم
ښکلو سره مینه ځان دوکه کول وي
نو همدا وه چې دوکه په خپل ضمیر شوم
قسمته ولې دی لوبه راسره وکړه
زه دې خپل ځان ته حیران کړم او فقیر شوم
له ازله داسی نه وم چی دا اوس یم
خپل نصیب می راته اور شو او زهیر شوم
بیابه نکرم په توبو می دی توبه وی
نورنو پوه شومه خاوند زه د تدبیر شوم
Tue 4 Dec 2007
د یار حسن
د یار حسن
لیکوال:محمد جان "حسنی"
ته مې ولیدې په تا باندې مين شوم
گلې ستا دمخ رڼا باندې مین شوم
نازونه او کرشمې چې تا کولې
گرانې ستا هره ادا باندې مین شوم
په سرو شنډو به موسکئ شوې غلې غلې
ستا دسروشونډو موسکا باندې مین شوم
سترگو لاندې چې دې ماته راکتلې
غلچکو سترگو په غلا باندې مین شوم
او که لنډ يې درته ووایم جانانه
خدای درکړې دې ښکلا باندی مین شوم
Thu 29 Nov 2007
هايكو
هايكو
ليکوال:محمدجان حسني
ډالرو غم راخيستي دي چارواكي
ملت غم دهيچا په زړه کې نشته
وطن به څوک ودان کړی چې دا حال وي
Thu 29 Nov 2007
هايكو
هايكو
ليکوال:محمدجان حسني
د ژوند مانا واقع كې تلل راتلل دي
ددي مرام بدليږي نه دا واوره
څوك ځي څوك به راځي دغې دنيا ته
Mon 19 Nov 2007
راځې که نه راځې
راځې که نه راځې
ليکوال:محمدجان حسني
نورنو څومره انتظار راځې که نه
چې دې وکړمه ديدار راځې که نه
شپه ورځ باندې پوهېږم نه ظالمې
راته جوړ دغم انبار راځې که نه
هسې ګرځمه راګرځم بې له تا
دنېا هم لکه انګار راځې که نه
چې مې مخې ته ولاړه يې څه غم دې
زه به ومنم سنګسار راځې که نه
چې لاړ شمه په خيال کې ستا دزلفو
بيا مې زړه شي لږقرار،راځې که نه
ته مې ډېره يې زړه کې کېناستلې
په دې تل کوم اقرار راځې که نه
تا ووينمه بيا به در ته وکړم
دخپلې مينې اظهار راځې که نه
زه به هم په سر قبول کړم صنمه
دفرهاد د تېشې وار راځې که نه
که مې ته شې همسفر اوهملارې
پرې به وکړم افتخار راځې که نه
دزلفو په زنځير دې يم تړلې
نور نو بس کړه زما ازار راځې که نه
جې ته نه يې دنيا نه پسي تېر يم
زه به هر څه کړم ايثار راځې که نه
Sat 17 Nov 2007
دپښتون حال
دپښتون حال
لیکوال:محمد جان حسنی
پاڅه ويښ شه اي زما دسترګو توره
سترګې وغړوه حال دپښتون ګوره
دهشتګر نوم يې پرې ايښې ظالمانو
خلاص به نشي ترې هر يو ښايي تر ګوره
قتل عام په پښتنو باندې رواندې
څوک يې خاورو نه کړل لاندې څوک بې کوره
دوى بې وزله خلک وژني عالمان هم
مکتبونه يې را وران کړل ښه په زوره
نور نو يو شه اي دلراوبر پښتونه
تل دې لوړ غواړمه زما دزړه ټکوره
Sat 17 Nov 2007
دزمرو وطن
دزمرو وطن
ليکوال:محمدجان (حسني)
دغه هسک غرونه چې وينې دزمرو وطن دې
دا ډګر داتلانو ، پښتنو وطن دې
دې کې خاورې هيرې شوي دانګليس هډوکي
دا بې شک دحماسو او پرګنو وطن دې
تورې شرنګ يې روس په ګونډوکړي دې بېتاب دې
پوهېدلي دي چې دا دزمريالو وطن دې
هرې مور يې داحمد په څېر بچى روزلې
په پښتو د مينانو اوشملو وطن دې
هر افغان په وينو دا آزاد دې ساتل شوې
دې کې تانده هره لښته،او وږمو وطن دې
Sat 17 Nov 2007
غزل
غزل
لیکوال:محمد جان حسنی
ستا په مخ دتورو زلفو دغه حال زما خوښيږي
په کې زانګمه لاليه دغه ټال زما خوښيږي
شونډو خال خو دې دحسن نظر مات دې ښايستې
په سرو شونډو دې دا ښکلې شانته خال زما خوښيږيتورو زلفو په ځنګل کې دى را ګير کړم پاړوګرې
زلفو ول ته دې حيران يم دا کمال زما خوښيږي
څوارلسمې سپوږمۍ مخ دې دى نظر نشې نظر
پېرزو کړې يي درباندې دا جمال زما خوښېږي
"حسني" صفت يي بس کړه که نه روغ به لېونې شې
نرۍ ملا يي لکه لښته ده دا چال زما خوښېږي

